کرکټ؛ افغان نولس کلنو ځوانانو انګلستان ته د ۲۳۹ منډو هدف ورکړ

تر ۱۹کلنو کم عمره لوبډله

تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د نړیوال جام سیالیو د تمریناتي لوبو په ترڅ کې افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له انګلستان سره پیل کړې ده.

د لوبې پچه انګلستان وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۳۸ منډې کړې دي.

په افغان توپوهونکو کې نعمان شاه ۶۵، سهیل خان ۵۲ او خالد تڼیوال ۳۰ منډې کړې دي.

انګلستان به په په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې به افغانستان دویمه لوبه له سویلي افریقا سره ولوبوي.

د ویلو ده چې د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام رسمي سیالۍ به د جنورۍ په ۱۹مه نېټه پيل شي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د همدې میاشتې په ۲۰مه نېټه له پاکستان سره ولوبوي.