د هند حکومت نن شنبې وویل چې د باندنیو چارو وزیر یې په دوه ورځیني سفر تهران ته ځي.
ټاکل شوې ده چې جی شنکر سبا یکشنبې ایران ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
د هند د باندنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ له خپل امریکايي ساري انټوني بلېنکن سره په سورسمندرګي کې د امنیتي وضعیت په تېره بیا پر سوداګري بېړیو د حوثیانو د حملو په اړه خبرې وکړې.
د هند د حکومت په خبرپاڼې کې دې ته اشاره نه ده شوې چې ایا شنکر به له ایراني چارواکو سره په سورسمندرګي کې پر سوداګري بېړیو د حوثیانو د حملو په اړه وغږېږي او که نه.