نن د افغانستان او هند دوهمه شل اوره سیالۍ ده

د افغانستان او هند د روانې لوبلړۍ د لومړۍ سیالۍ انځور

ټاکل شوې ده چې په څو ساعتونو کې د افغانستان او هند دوهمه شل اوره سیالي پیل شي.

دا سیالي به، چې هند یې کوربه دی، د دغه هېواد په انډور ښار کې کېږي.

د پنجشنبې په ورځ هند لومړۍ لوبه په ۶ ویکټونو وګټله.

په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو د ملي لوبډلو وروستۍ یا درېیمه سیالي د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.