د نیمروز ولایت په مقام کې چاودنه؛ طالبان: انتحاري بریدګر وژل شوی او درې نور کسان ټپیان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د نیمروز ولایت موقعیت

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د نیمروز ولایت په مقام کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي او انتحاري حمله کوونکی وژل شوی.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویندوی ځايي رسنیو ته ویلي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو یو انتحاري د ولایت په ودانۍ کې وپېژانده او هغه خپل چاودونکي مواد وچاودول.

ده د دې چاودنې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې لږترلږه ۵ چاودنې شوي.

تېره اوونۍ په کابل کې څلور او په بلخ کې یوه چاودنه وشوه.