د جنوبي کوریا پوځ وايي، پیونګ یانګ نن یو لر واټنه توغندی ویشتی دی.
د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د شمالي کوریا له لوري دا توغندی د ختیځ سمندرګي لور ته توغول شوی دی.
په خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي څرګند شوي.
د جاپان ساحلي ګارد هم د خپل هېواد د دفاع وزارت پر اساس ویلي چې ښايي د شمالي کوریا له لوري بالستیک توغندی ویشتل شوی وي.