کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایووا او پخواني ولسمشر حامد کرزي د غونډې پرمهال ټینګار وشو چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

دا مساله نن ښاغلي کرزي په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې خپره کړې ده، خو دا یې نه دې لیکلي چې دا لیدنه کتنه کله ترسره شوې ده.

ښاغلي کرزي تر دې مخکې هم تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې وه.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو مکتبونه بند شوي دي او د دوه زره دوه ویشتم کال په ډسمبر کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې.