د تایوان د واکمن ګوند کاندید لي چینګ تي نن په انتخاباتو کې بریالی شو.
دا هغه انتخابات دي چې چین د جګړې او سولې د لارې د انتخاب په سترګه ورته کتل.
د تایوان د مرکزي اپوزسیون ګوند ( کې ایم ټي) کاندید هو یو ای خپله ماتې ومنله.
د لي چنګ تي ډیموکراتیک مترقي ګوند چې د چین دا ادعا ردوي چې تایوان د چین د خاورې برخه ده، دا درېیم ځل دی چې د تایوان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی کیږي.
پیکنګ ښاغلي لي ته د یوه خطرناک بیلتون پالي په سترګه ګوري او له هغه سره یې د سولې خبرې بیا بیا رد کړې دي.