افغان لوبغاړی فرید بشارت سبا له خپل فرانسوي سیال سره لوبیږي

افغان لوبغاړی، فرید بشارت

د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړی فرید بشارت به سبا له خپل فرانسوي سیال تیلور لاپیلوس سره مسابقه وکړي.

د ( یو ایف سي) نړیواله موسسه چې دې سیالي ته یې لاره هواره کړې ده، وایي چې بشارت او لاپیلوس به د امریکا د متحدو ایالتونو په لاس ویګاس کې لوبه وکړي.

دا مسابقه د افغانستان په وخت د سهار لس بجې پيلیږي.

بشارت په خپلو تېرو یوولسو او لاپیلوس نولس لوبو کې بریالی شوی او درې ځله یې لوبې بایللې دي.