په تایوان کې نن د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو لپاره رایي اچول پيل شوې دي.
دغو انتخاباتو ته چین د جګړې او سولې د لارې د خپلولو په سترګه کتلي.
دا انتخابات په داسې وخت کیږي چې پېکنګ پر دې جزیرې د خپلې واکمنۍ لپاره فشارونه زیات کړي دي.
تایوان له نولس سوه شپږ نویم کال راپه دې خوا چې د جمهوري ریاست لومړنۍ ټاکنې پکې وشوې د یوه بریالي ډیموکراتیک حکومت بېلګه ده.
واکمن مترقي ډیموکرات ګوند( ډي پي پي) چې مخکنۍ دوې دورې انتخابات یې ګټلي دي، د بېل تایوان د دریځ پلوي کوي او دا ادعا ردوي چې چین د تایوان د خاورې برخه ده.
د دغه ګوند له لورې د اوسني ولسمشر مرستیال لای چینګ تي کاندید دی.