امریکایي ځواکونو نن بیا یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې یو شمېر بمبار کړې

یوه امریکایي الوتکه چې د حوثیانو خلاف بریدونه کوي

امریکایي ځواکونو نن سهار وختي په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې یو شمېر نورې سیمې په نښه کړې.

پر حوثیانو چې په سره سمندرګي کې تجارتي بېړۍ په نښه کوي، یوه ورځ مخکې هم د امریکا او برېتانیا ځواکونو بمبارۍ کړې وې.

تر دې حملو وروسته حوثیانو خبرداری ورکړ چې غچ به واخلي.

د امریکا مرکزي قوماندانې وویل چې د حوثیانو د رادار یو مرکز یې په توماهاک توغندیو وویشت.

د جنوري د دولسمې نیټې د برید پرمهال په اته ویشت ځایونو کې تر شپيته ډېر اهداف په نښه شوي و.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې پر حوثیانو به نورې حملې وشي.