په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی وايي، که څه هم طالبان په افغانستان کې د امنیت و ثبات په اړه غږېږي، خو اوسمهال د ده له قوله، افغانان د فقر، بېکارۍ، د بشري حقونو نقض، په خصوصي حریم تېري، با کیفیته زدهکړو، امنیت او رواني ارامي نه لرلو له امله ځورېږي.
نصیراحمد فایق دا څرګندونې په وروستیو کې په اهل تشیع وګړو د بریدونو په غبرګون کې په خپله ایکسپاڼه لیکلي.
هغه زیاته کړې، له بده مرغه دا نا مناسب وضعیت ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په کابل او مزار شریف کې بریدونه او چاودنې وشوې چې له امله یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته.