پاکستان کې د ټاکنو چمتووالی؛ د سترې محکمې دویم قاضي استعفی وکړه

د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ

د پاکستان د سترې محکمې د یوه قاضي اعجاز الاحسن استعفی د جمعې په ورځ ومنل شوه.

دا د پاکستان د عمومي انتخاباتو په درشل کې د سترې محکمې دوهم قاضي دی چې استعفی کوي.

د سترې محکمې د بل قاضي محمد مظاهر علي اکبر نقوي استعفی د پنجشنبې په ورځ منظور شوې وه.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان عمومي انتخابات د فبرورۍ په اتمه وشي.

فرانس پریس اژانس د یوشمېر کتونکو په وینا خبر ورکوي چې قاضي اعجاز الاحسن او محمد مظاهر علي اکبر نقوي بیا- بیا د مسلم لیګ نون د ګوند د مشر نوازشریف پرضد احکام صادر کړي دي .

ښاغلی شریف هغه څوک دی چې پوځ یې په انتخاباتو کې ملاتړ کوي.

تر اوسه دغو قاضیانو د خپلې استعفی دلیل نه دی ویلی.