د طالبانو حکومت وايي، د دوی د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ځانګړي ډول له بریتانیا سره د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.
د طالبانو ریاست الوزرا په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې خبر ورکړی چې مولوي عبدالکبیر پرون پنجشنبه د بریتانیا له شارژدافېر رابرټ چارترټن ډکسن سره په کتنه کې دا موضوع یاده کړې ده.
د طالبانو ریاست الوزرا لیکلي چې مولوي کبیر د افغانستان او بریتانیا اړیکې دوستانه بللې دي.
په دوام کې لیکل شوي چې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر په دې کتنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات پلوی دی.
تراوسه د بریتانیا په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.