د کاناډا حکومت له پاکستان څخه تورنتو ښار ته د ۲۹۵ نورو افغان وګړو د رسېدو خبر ورکړی دی.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دغه کسان په یوه چارټر الوتکه کې لېږدول شوي دي.
د کاناډا حکومت وايي، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې ۴۵زره ۸۲۰ افغان وګړي او زیانګالي کسان دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
دا تر ډېره هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ځواکونو یا هم بنسټونو سره کار کړی دی.