د لبنان او اسراییل پر پوله د ناکراریو د ختمېدو لپاره د ډیپلوماتیکې حل لارې غوښتنه وشوه

د اسراییل او لبنان پر پوله د ناکراریو یو انځور

د امریکا د متحدو ایالتونو یوه ځانګړي استازي د لبنان او اسراییل پر پوله د ناکراریو د ختمېدو لپاره د ډیپلوماتیکې حل لارې غوښتنه وکړه.

پر دې پوله د حزب الله ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي او اسراییل ترمنځ له درېیو میاشتو راهیسې ډزې تبادله کېږي.

له دې سره وېره پیدا شوې چې په غزه کې روانه جګړه ښايي نورو ځایونو ته وغځېږي.

د نړیوالې زېربنا او انرژۍ د خوندیتوب لپاره د جو بایډن ځانګړي همغږي کوونکي اموس هوخشټاین پرون په بیروت کې خبریالانو ته وویل، یوه ډیپلوماتیکه حل لاره دېته زمینه برابروي چې خلک د لبنان په جنوب او د اسراییل په شمال کې خپلو مېنو ته ستانه شي.

په تېره اکټوبر میاشت کې اموس د لبنان او اسراییل ترمنځ د یوې موافقې منځګړیتوب وکړ چې جو بایډن یوه تاریخي موافقه وبلله.

که څه هم لبنان او اسراییل ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو دواړو هېوادونو ته د دې موافقې له مخې د ګازو د سرچینو د استخراج زمینه برابرېږي.