د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې پر ځینو شرکتونو او یوه وګړي له شمالي کوریا څخه د بالیستیک توغندیو ترلاسه کولو له کبله بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې په دغسې هڅو کې به هېڅ اقدام ونه سپمول شي.
د امریکا متحدو ایالتونو او ځینو شریکانو یې تېره سې شنبه په یوه ګډه اعلامیه کې له شمالي کوریا روسیې ته د توغندیو لېږد غندلی و.
د راپورونو له مخې روسیې له دغه ډول توغندیو د ډسمبر میاشتې پر ۳۰مه او د جنورۍ پر دوهمه په اوکراین کې د جګړې پر مهال کار اخیستی و.