په زرګونو محصلانو پرون د یونان په پلازمېنه اتن او نورو ښارونو کې په زده کړو کې د اصلاحاتو په مخالفت لاریونونه وکړل.
د دغو اصلاحاتو له کبله په دغه هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو فعالیت ته زمینه برابرېږي.
ټاکل شوې د صدراعظم کیریاکوس میتڅوتاکیس محافظه کار حکومت روانه میاشت پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړي چې په یونان کې دننه د خصوصي پوهنتونونو فعالیت ته زمینه برابروي.
په یونان کې ګڼ کسان په دې باور دي چې له دې سره په یونان کې د عمومي پوهنتونونو اهمیت کمېږي او د هغو کسانو په وړاندې به خصوصي پوهنتونونو دروازې تړل کېږي چې د فیس د ورکولو توان نه لري.
د یونان حکومت وايي خصوصي پوهنتونونه به د بهرنیو پوهنتونونو د څانګو په توګه خپل فعالیت کوي.