د پاکستان د مالیې وزارت وايي چې د پیسو د نړیوال صندوق اجرایوي بورډ پرون پاکستان ته د ۷۰۰ میلیون ډالرو پور منظوري ورکړه.
دا پور د هغو درې میلیارده ډالرو یوه برخه ده چې پاکستان له 'آی ایم ایف' څخه غوښتي وو.
د پاکستان د ماليې وزارت د خبر له مخې د پيسو نړيوال صندوق د دغه هېواد د اقتصادي اصلاحاتو له پروګرام له بیاکتنې وروسته د درې میلياردو ډالرو پور د لومړۍ کڅوړې د ورکولو موافقه وکړه.
پاکستان ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو پور ورکولو سره د دغه هیواد د پورونو مجموعي اندازه یو میلیارد او ۹ سوه میلیون ډالرو ډالرو ته رسېدلې ده.
دا مهال پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.
دغه پور د تېر کال په جولای کې د پیسو نړیوال صندوق له خوا تصویب شو، خو دغه صندوق له پاکستانه وغوښتل چې په خپل اقتصادي نظام کې جدي اصلاحات پلي کړي.