کرکټ؛ هند له افغانستان لومړۍ سیالي وګټله

د افغانستان او هند له نننۍ سیالۍ یو انځور

هندوستان د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۶ وېکټو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې نن د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شوې وه، هند پچه وګټله او افغانستان ته یې توپوهنه ورکړه.

افغان لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اورونو کې ۱۵۸ منډې وکړې.

د افغانستان په توپوهونکو کې محمدنبي ۴۲، عظمت الله عمرزي ۲۹، ابراهیم ځدراڼ ۲۵، رحمن الله ګربز ۲۳ او نجیب الله ځدراڼ ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند لپاره موکېش کومار او اکشر پټیل دوه دوه لوبغاړي او شیوام ډوبې یو لوبغاړی وسوځاوه.

کوربه لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۱۸م اور په درېیم توپ پوره کړ.

یادې لوبډلې ته شیوام ډوبې ۶۰ ناسوځېدلې او جتیش شرما ۳۱ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې مجیب الرحمن دوه او عظمت الله عمرزي یوه ویکټ واخیسته.

دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.