کرکټ؛ افغانستان هندوستان ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او هند له روانې لوبې یو انځور

د کوربه هندوستان او افغانستان ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې خپل سیال ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ.

د لوبې پچه هندي لوبډلمشر روحیت شرما ګټلې وه او توپ اچونه یې انتخاب کړې وه.

افغان لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اورونو کې ۱۵۸ منډې وکړې.

د افغانستان په توپوهونکو کې محمدنبي ۴۲، عظمت الله عمرزي ۲۹، ابراهیم ځدراڼ ۲۵، رحمن الله ګربز ۲۳ او نجیب الله ځدراڼ ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند لپاره موکېش کومار او اکشر پټیل دوه دوه لوبغاړي او شیوام ډوبې یو لوبغاړی وسوځاوه.

هندۍ لوبډله په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.