کرکټ؛ هند د افغانستان پر وړاندې توپ اچونه کوي

د افغانستان او هند له مخکینۍ لوبې یو انځور

د هندوستان او افغانستان ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ نن پیلېږي.

د لومړۍ لوبې پچه د هند لوبډلمشر روحیت شرما وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

یاده سیالي د هند د پنجاب ایالت په موهالي لوبغالي کې ترسره کېږي.

سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.

په لوبه کې د افغان لوبډلې سره راشدخان او هند لوبډلې سره ویرات کولي شتون نه لري.