د ناکراریو په دوام کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پاکستان د عامو انتخاباتو پر دوو کاندیدانو وسله وال بریدونه شوي چې په پایله کې یې د یوه کاندید په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې بریدونو کې یو کاندید ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، د چهارشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو د شمالي وزیرستان د میرانشاه په تپي کلي کې د پښتونخوا ایالتي جرګې ته پر کاندید ملک کلیم الله ډزې وکړې چې له کبله یې ملک کلیم الله او د هغه دوه ملګري ووژل شول.
له بلې خوا د بلوچستان په تربت سیمه کې د دغه ایالت پر یوه پخواني وزیر اسلم بلیدي چې په انتخاباتو کې کاندید دی، ډزې شوي او په نتیجه کې یې نوموړی ټپي شوی دی.