نتنیاهو: د غزې د دایمي نیولو او د فلسطینیانو د شړلو اراده نه لرو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې د غزې د دایمي نیولو او د فلسطینیانو د شړلو اراده نه لري.

نتنیاهو دا خبره یوه ورځ مخکې له دې وکړه چې په هاګ کې نړیواله محکمه په غزې کې د نسل وژنې په تور غور پیل کړي.

نتنیاهو د چهارشنبې په شپه په یوه ویدیو کې، په انګلیسي ژبه وویل، غواړي څو خبرې روښانه کړي، اسراییل د غزې د دایمي نیواک او د ملکي وګړو د شړلو نیت نه لري.

ده دا هم وویل چې اسراییل به د حماس د له منځه وړلو او د یرغملو د خلاصون لپاره غزه پر یوې غیرپوځي سیمې بدله کړي.