د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن مصر ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د منځني ختیځ په سفر بوخت دی، نن پنجشنبه مصر ته ولاړ شي.

فرانس پریس اژانس لیکلي چې دغه امریکایي ډيپلومات به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په قاهره کې وګوري.

ویل شوي چې د دغه سفر هدف د حماس په وړاندې د اسراییل د بریدونو د محدودولو په تړاو خبرې اتري دي.

له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راهیسې اسراییلي ځواکونه له حماس سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، په غزې تړانګه کې په جګړه بوخت دي.

په همدې موده کې دا منځني ختیځ ته د بلینکن څلورم سفر دی.

په غزه کې جګړه لا هم روانه ده او د فرانس پریس په وینا تېره شپه هم اسراییلي پوځیانو د غزې پر جنوب بریدونه کړي چې د غزې دعامې روغتیا وزارت په وینا، ۶۲ تنه په کې وژل شوي دي.

اسراییل وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له همغې مودې راهیسې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر واک لاندې دی، ۲۳۳۷۵ فلسطینیان په جګړه کې وژل شوي دي.