شمالي کوریا روسیې ته د نویو توغندیو د ورکړې چمتووالی وښود

د اوکراین جګړه کې د روسیې لخوا ځینې کارول شوي توغندي چې ادعا کېږي شمالي کوریا دغه هېواد ته ورکړي

د شمالي کوریا د دفاع وزیر وایي، هېواد یې ممکن روسیې ته د نویو توغندیو ورکړې ته چمتو وي.

رویټرز اژانس نن د شین وون شیک په حواله ویلي چې هېواد یې ممکن د امریکا او جنوبي کوریا له ټولټاکنو مخکې نورې اټومي ازموینې هم وکړي.

شیک ویلي، شمالي کوریا پیسو ته اړتیا لري او له همدې کبله غواړي پر روسیې چې اړتیا ورته لري، نوې وسلې وپلوري.

هغه د مهماتو له فابریکو د شمالي کوریا د مشر د دې اونۍ ملاقات ته هم اشاره درلوده، هغه فابریکې چې ویل کیږي د لرې واټن توغندي په کې جوړېږي.

د شمالي کوریا د دفاع د وزیر په خبره دوی ممکن دغه مهمات هم روسیې ته ورکړي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو روسیه تورنه کړې چې له شمالي کوریا د راکټونو په ترلاسه کولو سره یې د دې شورا د دایمي غړي په توګه له خپل دریځ څخه سرغړونه کړې ده.