هرات کې پر طالبانو بمي برید؛ ۷ ملکي وګړي ټپیان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د طالبانو پر یوه پوځي رنجر د لاسي بم د غورځېدو له امله اووه ملکیان ټپيان شوي دي.

دې سرچینو چې د امنیتي ستونزو له امله د نومونو له یادولو ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن ماسپښین دوه نیمې بجې د هرات ښار د دوهمې امنیتي حوزې د دروازه خوش په سیمه کې وشوه.

په هرات کې د طالبانو امنیه قومانداني تراوسه د ملکیانو د ټپي کېدو خبر نه دی تایید کړی، خو ازادي راډیو ته یې په استولي بیان کې ویلي چې طالبانو ته زیان نه دی اوښتی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو تن د دې پېښې په تور نیول شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.