د افغانستان او هند سیالۍ؛ راشدخان او ویرات کولي په کې برخه نه اخلي

د عکس ښي لور ته ویرات کولي او چپ لور ته راشدخان

د افغانستان او هند ترمنځ سبا د کرکټ په شله اووره لوبه کې راشد خان او د هند نامتو لوبغاړی ویرات کولي برخه نه اخلي.

دا لوبه به د کابل په وخت د ماښام شپږ بجې پیل شي.

د راشد خان د نه ګډون علت د هغه ناروغي یاده شوې چې په وروستیو کې یې د ملا عملیات وکړ، او د ویرات کولي د نه ګډون علت د هغه شخصي بوختیاوې یادې شوې دي.

افغانستان او هندوستان درې شل اووریزې لوبې لري چې لومړۍ یې سبا د جنوري په ۱۱مه پنجشنبه ماښام، دوهمه یکشنبه د جنوري ۱۴مه او درېیمه او وروستۍ د جنوري په ۱۷مه بله چهارشنبه ترسره کوي.