بلېنکن د فلسطینې ادارې له مشر سره کتلي

د عکس ښي لور ته د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن چهارشنبې د جنوري لسمه د فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس سره په لوېدیځه غاړه کې کتلي دي.

تراوسه د دې کتنې په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.

دا کتنه وروسته تر هغې ده چې بلېنکن تېره ورځ د اسراییل له مشرانو سره په لیدنه کې په غزه کې د حماس وسله‌والې ډلې سره په جګړه کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي د هڅو د ډېرېدو غوښتنه کړې وه.

حماس وسله‌واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

هغه خبریالان چې بلېنکن سره په دې سفر کې ملتیا کوي، وايی چې بلېنکن د اسراییلو د تالاشۍ د پوستو څخه تر تېرېدو وروسته رام‌الله ته تللی دی.