د اوکراین ولسمشر په ناڅاپي سفر لېتوانیا ته تللی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن د جنوري لسمه په یوه ناڅاپي سفر کې د لېتوانیا پلازمېنې ویلنیوس ته رسېدلی دی.

زیلنسکي پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، هغه به په دې سفر کې د لېتوانیا، استونیا او لاتویا څخه، چې د باور وړ ملګري هېوادونه دي، لیدنه وکړي.

هغه زیاته کړې، امنیت، په اروپا او ناټو کې د اوکراین ادغام، په جګړه کې همکاري او د بې پیلوټه الوتکو ترلاسه د دې سفر د اجنډ یوه برخه ده.

زیلنسکي، د هغوو هېوادونو هم مننه کړې چې د روسیې د غیرموجه یرغل پر وړاندې يې د اوکراین ملاتړ کړی دی.

پر اوکراین د روسیې یرغل د دوه کلن کېدو په درشل کې ده.