بلېنکن: اسراییل دې په غزه کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړي

عکس چپ لور ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن او ښي لور ته د اسراییل ولسمشر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون په تل ابیب کې له اسراییلي چارواکو سره تر کتنې وروسته ویلي، اسراییل دې په غزه کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړي.

هغه زیاته کړې، واشنګټن له غزې دباندې د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو هر ډول وړاندیز ردوي.

په وروستیو څو ورځو کې د غزې په جنوب کې د خان یونس پر ښار او د غزې په مرکزي سیمو کې د کډوالو پر کمپونو د اسراییلو ځواکونو د بریدونونو له کبله په سلهاوو کسان وژل شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې چې د غزې ۵۷۶زره کسان د خواړو له کمښت او د ټولې غزې نژدې دوه نیم میلیون کسان د خواړو له بحران سره مخامخ دي.