طالبان: افغانستان کې د بهرنیانو او ۸ سوه ښځو په ګډون شاوخوا ۱۹زره کسان بندیان دي

د پلچرخي زندان یوه څنډه کې طالب وسله وال ولاړ دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د زندانونو د چارو د سمون اداره وايي، د افغانستان په زندانونو کې یو شمېر بهرنیان زندانیان دي، خو په دې زندانونو کې هیڅ سیاسي زنداني نه‌شته.

د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر د ملي راډیو تلوېزیون سره پرون د جنورۍ په نهمه په یوې مرکه کې ويلي، شاوخوا ۱۹زره کسان چې له ډلې يې ۸ سوه ښځې دي د هېواد په زندانونو کې بندیانې دي، خو په دې کسانو کې سیاسي زندانیان نه‌شته.

بدر هغه تورونه چې زندانیان شکنجه کېږي هم رد کړي دي.

د بدر په خبره، یو شمېر بهرنیان د بېلابېلو جرمونو له کبله په افغانستان کې بندیان دي.

بدر دا نه دي ویلي چې دا بهرنیان له کومو هېوادونو سره تړاو لري، خو له دې وړاندې د امریکا په ګډون ډېر شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي وو چې افغانستان ته د نیول کېدو او تېښتې له وېرې له سفر کولو ډډه وکړي.