د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې سبا خپله لومړۍ شل اووریزه لوبه کوي

د افغانستان او هند له مخکینیو سیالیو یو انځور

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې سبا خپله لومړۍ شل اووریزه لوبه کوي.

دا لوبه د پنجاب په موهالي ښار کې ترسره کېږي.

افغانستان او هندوستان درې شل اووریزې لوبې لري چې لومړۍ د جنوري په ۱۱مه پنجشنبه ماښام، دوهمه یکشنبه د جنوري ۱۴مه او درېیمه او وروستۍ د جنوري په ۱۷مه بله چهارشنبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون په خپله فېسبوک پاڼه د لوبغاړو د هند په وړاندې د افغان لوبغاړو د وروستیو چمتووالیو یوه وېډیو خپره کړې ده.

په وېډیو کې د افغان ټيم مخکښ غړی راشدخان هم د توپ اچولو او توپ وهلو تمرینونه ترسره کوي.

که څه هم په دې سیریز کې د افغان ټيم لوبډلمشري ابراهیم ځدراڼ کوي، خو راشدخان هم په ټیم کې شته.

په راشدخان سربېره نور با تجربه لوبغاړي محمد نبي، مجیب الرحمن، رحمن الله ګربز، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او ځینې نور ځوان لوبغاړي هم په ټیم کې شامل دي.

هندوستان هم خپله تکړه توپ وهونکي روهیت شرما او ویرات کوهلي تر څه باندې یو کلن ځنډ وروسته ټیم ته راوستي دي.