د غزې له روغتونو ناروغان او ډاکتران د تېښتې په حال کې دي

د غزې په یوه روغتون کې د ډاکتران د یوه ټپي ماشوم د درمنلې پر مهال

د جنګ په تشدید سره د غزې له روغتونو پاتې ناروغان او ډاکتران د تېښتې په حال کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان سه شنبه د جنوري ۹مه اندېښنه ښودلې چې په دې سره به په غزه کې پاتې کم شمېر فعاله روغتونونه هم سقوط وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د غزې په جنوب او مرکزي سیمو کې روغتیاپالان او ناروغان د ځانونو د خوندي ساتلو لپاره له روغتونونو څخه تښتي.

ډېر کم شمېر روغتونونه په غزه کې چې د اسراییلو تر بمباریو لاندې ده فعاله پاتې دي.

د بریدونو دوام په پاتې لږ شمېر فعاله روغتونو باندې فشار ورځ تر بلې زیات کړی دی.

اسراییلو وروسته له هغه په غزې باندې بریدونه پیل کړل چې د اکتوبر په ۷مه حماس ډلې په اسراییلو باندې پراخ بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

د غزې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی ویلي چې د اسراییلو په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۲۳ زره کسان وژل شوي.

حماس ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګر سازمان په توګه ګڼل کېږي.

اسراییلو ویلي له حماس سره د پاتې شاوخوا ۱۰۰ یرغمل کسانو تر خلاصون او د حماس د مشرتابه تر له منځه وړلو پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.