د کابل چاودنې ۳ تنه وژلي او ۴ نور ټپیان کړي

د افغانستان په نقشه کې کابل ښار

په کابل کې د طالبانو د حکومت امنيه قوماندانۍ، د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې د سې شنبې ورځې په ماين چاودنه کې د ۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی‌.

د دغې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ، پر خپلې ايکس پاڼې " پخواني ټويټر " لیکلي چې دا چاودنه په الوخېل سیمه کې شوې چې ۴ تنه نور ېې ټپيان کړي دي.

د ځدراڼ په وينا، دغه ماین په يوه مارسيډيز موټر کې د ځای پرځای شوي ماين له امله شوې ده.

هغه زياته کړه چې د پېښې په تور يو شکمن کس نيول شوی، خو ده ېې هویت نه دی په ډاګه کړی.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا، یا کومې ډلې نه دی منلی.

په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لومړنۍ چاودنه، د جنورۍ په ۶ مه د کابل په لويديز، دشت برچي سیمه کې وشوه چې تر ډېره شیعه ګان پکې اوسیږي.

د هغې چاودنې مسووليت د اسلامي دولت داعش ډلې، خراسان څانګې منلی و.