ایران یو سندرغاړی د جبري حجاب خلاف د یوې سندرې له امله محاکمه کړ

ایراني سندرغاړی، مهدي یراحي

د تهران یوې محکمې ایراني سندرغاړي مهدي یراحي ته د جبري حجاب په اړه د یوې سندرې د ویلو له کبله د بند او درو سزا واوروله.

د دې سندرې نوم" ستا پوړنی" دی.

د یراحي مدافع وکیلې زهرا مینوي نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د تهران د انقلابي محکمې ۲۶مې څانګې دا سندرغاړی په دوه کاله او اته میاشتې بند او د ۷۴ درو په وهلو محکوم کړ.

پر هغه لګېدلی تور دا و چې غواړي د خلکو ذهنیت بدل او د رژیم پرضد تبلیغ وکړي.

مېرمن مینوي زیاته کړه چې یراحي اوس مهال د پنځلس میلیارد تومنه په نقدي ضمانت خوشې شوی دی.

دا سندرغاړی د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې ونیول شو او تر اکتوبر پورې په توقیف کې و او وروسته په ضمانت خوشې شو، خو له ننني حکم وروسته به نوموړی تقریبا یوکال په زندان کې تېروي.