سیګار د افغانستان د امانت صندوق د پیسو په اړه اندېښنه وښوده

له ارشیفه د ډالرو تصویر

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، کوم خاص میکانیزم نه شته څو یقین ترلاسه شي چې جګړه ځپلي افغانستان ته د مرستو استول شوې پیسې د نورو اهدافو لپاره نه کارول کېږي یا ناوړه استفاده نه ترې کېږي.

سیګار په سویس کې د افغانستان د امانت د صندوق په اړه په خپل لیک کې چې تېره شپه یې د امریکا د استازو جرګې د پوښتنې په ځواب کې خپور کړ ویلي دي چې د دې صندوق د درې نیم میلیارد ډالره بودیجې د وضعیت په اړه ډېرې پوښتنې شته.

دا ۳،۵ میلیارد ډالر د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده چې تېرکال له واشنګټن څخه سویس ته ولېږدول شوې.

سیګار وايي، د دې صندوق د جوړولو هدف د دې شتمنۍ ترلاسه کول، ساتنه او خوندیتوب دی څو د افغانستان بانک له لارې د افغانستان د خلکو په ګټه وکارول شي، خو سیګار زیاتوي چې دې صندوق سره له دې چې پر جوړېدو یې یو کال اوښتی، د افغانانو په ګټه کوم فعالیت نه دی کړی ځکه د دې پیسو د ورکړې په اړه پرېکړې، د معتمدانو د پلاوي په اجماع پورې اړه لري.

د دې صندوق د معتمدانو په پلاوي کې د امریکا او سویس دوه استازي او دوه پخواني افغان چارواکي یو انوارالحق احدي چې د افغانستان بانک رییس او د مالیې وزیر و، او دوهم شاه محمد محرابي چې د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی و، شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت چې د نړیوالو له خوا د بشري حقونو په سرغړونو تورن دی له نژدې دوه نیم کاله واکمنۍ وروسته هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی.