د افغانستان کرکټ بورډ پر درېیو لوبغاړو لګېدلي بندیزونه لیرې کړل

د عکس ښي لور ته فضل فاروقي، منځ کې مجیب الرحمن او چپ لور ته نوین الحق

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد پر درېیو لوبغاړو لګېدلي بندیزونه لیرې کړل.

کرکټ بورډ تېره شپه ناوخته په یو بیان کې وویل، هغه بندیزونه چې پر مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل الحق فاروقي لګول شوي وو، د موظفې کمېټې له ارزونو وروسته تعدیل شول.

بیان زیاتوي چې د نوې پرېکړې په اساس دې لوبغاړو ته به د ملي لوبډلې مرکزي قراردادونه ورکړل شي او دوی ته به اجازه ورکړل شي چې په سوداګریزو لیګونو کې هم ولوبېږي.

کرکټ بورډ پر دې درېیو لوبغاړو د بندیزونو د لګولو پرمهال ویلي وو چې دوی په سوداګریزو لیګونو کې د ګډون لپاره ډېره لېوالتیا لرله او نه یې غوښتل چې په ۲۰۲۴ کال کې مرکزي قراردادونه دوی ته ورکړل شي.