روسي چارواکي وايي چې له اوکراین سره پر پوله په بیلګورد ښار کې د اوکراین له لوري د راکټي حملو په نتیجه کې درې کسان ټپیان شوي دي.
د بیلګورد والي ویاچیسلاو ګلادکوف نن پر خپله ټلګرام پاڼه دا خبر ورکړ.
د ګلادکوف په وینا، د روسیې د هوايي مدافعې ځواک تېره شپه ناوخته لس هوايي اهداف وویشتل او نسکور یې کړل.
اوکرایني چارواکو سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو څو اوونیو کې د روسیې بیلګورد سیمه د اوکرایني ځواکونو له خوا په پرله پسې ډول په نښه شوې ده.
د تېرې ډسمبر میاشتې په وروستیو کې په یوه برید کې د راپورونو له مخې ۲۵ ملکي وګړي ووژل شول.