د جرمني حکومت وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د زرګونه افغانانو په ګډون شاوخوا ۳۲۰زره بهرنیانو په دې هېواد کې سیاسي پناه غوښتې ده.
د هغو معلوماتو له مخې چې پرون د جرمني د مهاجرینو او کډوالو د ادارې له خوا خپاره شول، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د سیاسي پناه په غوښتنلیکونو کې د لومړي ځل لپاره تېرکال ډېر زیاتوالی راغلی چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې تر ټولو زیات غوښتنلیکونه لومړی د سوریې، دوهم د ترکیې او درېیم د افغانستان د وګړو وو.
شاوخوا یو میلیون اوکرایني وګړي چې د ۲۰۲۲ کال له فبروري میاشتې راهیسې جرمني ته کډه شوي، په دې ډله کې نه راځي ځکه د سیاسي پناه غوښتلو ته اړ نه دي بلکې دوی ته د اروپايي ټولنې د اصولو په اساس بېړنی موقتي خوندیتوب ورکول کېږي.