د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر درې ملي لوبغاړو نوین الحق، فضل حق فاروقي او مجیب الرحمن یې لګولي بندیزونه تعدیل کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادې موضوع د ارزونې لپاره یې یوې کمېټې ته دنده سپارلې وه چې د پرېکړې له مخې به یې یادو لوبغاړو ته بېرته مرکزي قراردادونه ورکول شي او هم به د بهرنیو سوداګریزو لیګونو د لوبولو لپاره NOC ورکول شي.
کرکټ بورډ ادارې د تېر کال په ورستیو کې یوه اعلامیه خپره کړې وه او په کې پر نوین الحق، فضل حق فاروقي او مجیب الرحمن، له دې امله بندیزونه لګولي وو چې د دوی په خبره ذکر شویو لوبغاړو له کرکټ بورډ سره له مرکزي هوکړه لیک لاسلیکولو ډډه کړې وه.
د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، یادو لوبغاړو تر بندیزو وروسته د برښنالیکونو له لارې دوی ته مراجعه کړې وه او له دوی یې غوښتي وو چې پر خپلې پرېکړې بېرته تجدید نظر وکړي.
په تازه پرېکړې کې ویل شوي، دا چې یادو لوبغاړو له مرکزي قرارداد لاسلیکولو ډډه کړې وه، نو تر بیا لاسلیکولو وروسته به ترې د جریمې په توګه یو اندازه معاش ګرځول کېږي.
دغه راز ویل شوي، مرکزي قرارداد به د دوی د غوره کارکردګۍ پر اساس ورکول کېږي او د دې ترڅنګ به د دې اجازه هم ورکړل شي چې په سوداګریزو لیګونو کې ولوبېږي.
د ویلو ده چې د کرکټ بورډ یادې پرېکړې د کرکټ مینهوالو او شنونکو غبرګونونه پارولي وو چې د ګڼ شمېر خلکو د ملاتړ ترڅنګ ځینو کرکټ بورډ د لوبغاړو په مدیریت کولو کې ناکامه یاد کړی و او تور یې پورې کاوه چې بورډ له لوبغاړو سره د مور او میرې سلوک کوي.