کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې راتلونکې سیالۍ معلومې شوې

د افغانستان او سریلانکا له مخکینیو لوبو یو انځور

افغان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان به له هندوستان سره تر سیالیو وروسته له سریلانکا او ایرلنډ سره لوبلړۍ ولوبوي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې پر اساس، افغان لوبډله به د روان کال په فبرورۍ میاشت کې لومړی د سریلانکا په کوربتوب یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

لومړی به دواړه هېوادونه یوازېنۍ ټېسټ سیالي د فبرورۍ په دوهمه نېټه پيل کړي او د همدې میاشتې په ۶مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۴مه په کولمبو ښار کې ترسره شي.

دغه راز شل اوریزې سیالۍ به د فبرورۍ په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه د ډامبولا په لوبغالي کې ولوبول شي.

له سریلانکا هېواد سره د لوبیز سفر تر پای ته رسېدو وروسته به افغان لوبډله د فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه له ایرلنډ هېواد سره یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړي او د مارچ په ۳یمه به بشپړه شي.

له یاد هېواد سره سیالۍ چې د عربي متحده اماراتو په ابودبۍ ښار کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي، یو ورځنۍ سیالۍ به د مارچ په ۷مه، ۹مه، او ۱۲مه نېټو وي.

د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه نېټو به د دواړ هېوادونو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره شي.

د ویلو ده چې تر یادو سیالیو وړاندې افغانستان د جنورۍ په ۱۱مه نېټه له هندوستان سره د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيلوي چې په ۱۷مه نېټه به بشپړې شي.