تاجاني: جي۷ ډله په غزه کې د جنګي پړاو د ژر پای ته رسېدو غوښتونکې ده

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تاجاني

ایټالیا، چې د جي۷ ډلې پړاویزه مشري په غاړه لري، پرون دوشنبې منځني ختیځ ته د لوېدیځو دیپلوماتانو له سفر سره هممهاله، وویل، د اووه ډلې غړي هېوادونه په غزې تړانګه کې د جنګي پړاو د ژر تر ژره پای ته رسېدا غوښتونکي دي.

د ایټالیا د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تاجاني په قول وویل: "د اوو ډلې هېوادونه د اسراییل په همکارۍ د پوځي پړاو د پای ته رسېدو لپاره د یوې لارې په لټه کې دي."

دا غوښتنه په داسې حال کې وشوه چې د غزې د جګړې ۹۴ ورځې پوره شوې.

دا جګړه وروسته له دې پیل شوه چې د حماس سختدریځې ډلې چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې ترهګره ډله ګڼي، د اکټوبر په اوومه پر اسراییل حمله وکړه او نژدې ۱۲۰۰ تنه یې ووژل.