د طالبانو حکومت د پاسپورټونو د وېش چارې په آفلاین ډول پیلوي

ارشیف: د افغانستان پاسپورټ

د طالبانو حکومت په پام کې لري چې د پاسپورټونو د وېش چارې په آفلاین ډول پیل کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو په وزارت کې د پاسپورټ ادارې مشر مولوي عبدالکریم حسیب وايي چې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې په آنلاین ډول د پاسپورټونو وېش روان و، خو اړو خلکو ته نه رسېدل.

حسیب پر ایکس شبکې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: "په آفلاین ډول د پاسپورټونو د وېش طریقه به داسې وي چې هره پنجشنبې به هېوادوال راځي، موږ به یې عریضې اخلو، هغوی ته به سټیکر ورکوو، په سټیکر کې به دوی ته تاریخ او ورځ لیکل شوې وي د یوې اوونۍ یا نهایتا د دوو اونیو. ورځ به ورته مشخصه وي چې په دې ورځ راشه، د خپل پاسپورټ طی مراحل وکړه."

د پاسپورټ رییس زیاتوي چې دا بهیر سبا چارشنبې پیلېږي، خو په راتلونکو اوونیو کې به د پنجشنبې ورځ د غوښتنلیکونو لپاره ځانګړې وي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو نژدې دوه نیمو کلونو کې د پاسپورټونو وېش تل له پرله پسې ستونزو سره مخامخ و.