هند له افغانستان سره د کرکټ د شل اووریزو لوبو د راروانې لړۍ لپاره په خپله لوبډله کې ډېر باتجربې لوبغاړي غوره کړي دي.
د هند کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغان ملي لوبډلې پر وړاندې د دې لړۍ لپاره به روهیت شرما لوبډلمشر وي او تکړه توپ وهونکی ویرات کولي به هم ولوبېږي.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جنوري په ۱۱مه د درېیو شل اووریزو لوبو په لړۍ کې د هند د پنجاب ایالت د موهالي په لوبغالي کې سره مخامخ شي.
افغان لوبغاړي موهالي ته رسېدلي او د هېواد د کرکټ نامتو ستوري راشدخان ویلي چې ملي لوبډله د دې لوبو لپاره بشپړه تیاري لري.
د افغان لوبډلې مشري به ابراهیم ځدراڼ وکړي ځکه راشدخان په برتانیا کې د ملا تر عملیاتو وروسته لاهم پوره نه دی روغ شوی او معلومه نه ده چې د هند پر وړاندې به ولوبېږي که نه.
په عین حال کې د افغانستان کرکټ بورډ بېګا ناوخته خبر ورکړ چې ملي لوبډله به له هند سره د لوبو تر لړۍ وروسته په فبروري او مارچ میاشتو کې د سریلانکا او ایرلنډ له لوبډلو سره د ټېسټ، یوورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.