​​​​​​​د فرانسې ولسمشر د صدراعظمې 'الیزابت بورن' استعفا ومنله

مېرمن بورن د فرانسې د مهاجرت په قوانینو کې له سیاسي لانجو وروسته خپله استفعا اعلان کړه.

د فرانسې جمهوري ریاست خبر ورکړی چې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د صدراعظمې الیزابت بورن استعفا ومنله.

مېرمن بورن د فرانسې د مهاجرت په قوانینو کې له سیاسي لانجو وروسته خپله استفعا اعلان کړه.

نوي قوانین چې ولسمشر مکرون یې هم ملاتړ کوي، حکومت ته دا واک ورکوي چې د نورو اقداماتو ترڅنګ یوشمېر بهرنیان له دې هېواده وباسي.

الیزابت بورن د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې وروسته له دې چې مکرون د انتخاباتو په پایله کې د دوهم ځل لپاره ولسمشر شو، د صدراعظمې په توګه وګومارل شوه.

نوموړې د فرانسې دوهمه ښځینه صدراعظمه وه.

د فرانسې د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې مېرمن بورن به د نوي حکومت تر غوره کېدو پورې ورځنۍ کورنۍ چارې سمبال کړي.