د جرمني د فوټبال نامتو ستوری 'فرانز بیکن باویر' ومړ

د باویر کورنۍ پرون د جرمني خبري آژانس ته وویل چې نوموړی د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د کورنۍ غړي پرې راټول شوي وو، په کراره سا ورکړه.

د جرمني د فوټبال نامتو ستوری فرانز بیکن باویر پرون په ۷۸ کلنۍ کې مړ شو.

د باویر کورنۍ پرون د جرمني خبري آژانس ته وویل چې نوموړی د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د کورنۍ غړي پرې راټول شوي وو، په کراره سا ورکړه.

باویر چې د قیصر په نوم یادېده په ۱۹۷۴ کال کې چې جرمني د فوټبال نړیوال جام وګاټه د دې هېواد لپاره لوبه وکړه.

جرمني په ۱۹۹۰ کال کې چې بیکن باویر یې روزونکی و، د دوهم ځل لپاره د نړۍ اتلولي وګټله او همداراز په ۲۰۰۶ کال کې هم ده د جرمني له ملي لوبډلې سره د نړیوال جام په ګټلو کې مرسته وکړه.