د اسراییل په هوایي برید کې د حزب الله یو مهم قوماندان وژل شوی

پر لبنان د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه

رویټرز خبري اژانس د امنیتي سرچینو په قول نن وویل چې د لبنان پر جنوب د اسراییل په هوايي برید کې د حزب الله یو مهم قوماندان وژل شوی دی.

دغه اژانس د وژل شوي قوماندان نوم وسام الطویل بللی او زیاته کړې یې ده چې نوموړی د (رضوان) په نوم د حزب الله د ځانګړي ځواک قوماندان و.

تر دې مخکې ویل شوي و چې په غزه کې د جګړې له پیله د لبنان په جنوب کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د حزب الله تر ۱۳۰ ډېر غړي وژل شوي دي.