د سویس حکومت په افغانستان کې خپل دایمي بشري ماموریت پیلوي

د سویس بیرغ

د سویس حکومت ویلي، روان ۲۰۲۴ کال افغانستان کې خپل دایمي بشري ماموریت پیلوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د دغه ماموریت هدف اړمنو افغان ملکیانو ته د موثرو بشري مرستو رسول دي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې قونسلي چارې به له اسلام اباده وړاندې کېږي.

سویس داسې وخت د بشري مرستو په هدف په کابل کې د یوه ماموریت د پرانیستلو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د راپورونو په اساس روان ۲۰۲۴ کال څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.