د غور-کابل او د غور د شپږو ولسوالیو لارې د واورو له امله تړل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولایت موقعیت

د غور-کابل لویه لاره او د غور ولایت د شپږو ولسوالیو لارې د واورې د ورښت له امله تړل شوي دي.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د غور-کابل پر لویه لار د کوتل بکک او دغه راز د سیاه کوه سیمه چې له مرکز فېروز کوه سره د غور شپږ جنوب لوېدیځې ولسوالۍ وصلوي د واورې د اورېدو له امله بندې شوي.

زعیم وویل چې سیمې ته د واورو د پاکولو ټیمونه تللي او د دغو لارو د بیا پرانیستلو لپاره کار روان دی.

د افغانستان په مرکزي سیمو کې غور ولايت چې اکثر لارې یې پخې نه دي د ژمي پر مهال د واورو له امله تړل کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.