د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې چاودنه؛ ۵ پولیس وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي

په باجوړ کې د شوې چاودنې مړه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ کې په يوه چاودنه کې ۵ پولیس وژل شوي او ۲۲ نور پولیس ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ادارې، ريسکيو ۱۱۲۲ صوبايي وياند بلال فیضي نن د جنورۍ پر اتمه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې برید د ماموندو په بېلوټ فرش سيمه کې هغه مهال وشو چې د پولیسو موټر د ګزمې په حال کې وو.

د پولیسو په خبره، دا په سړک کې د ښخ شوي بم چاودنه وه.

په دې برید کې هغو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې چې د پوليو وايرس د کمپاینرانو اونورو روغتياپالانو د امنيت ساتلو دنده یې درلوده.

د واکسينو دا درې ورځنی کمپاين له نن څخه په خيبر پښتونخوا کې پيل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې برید پړه په غاړه اخیستې، خو ادعا یې کړې چې د پولیو له کمپاین سره څه تړاو نه لري.

د باجوړ د پولیسو وياند اسرار احمد ازادي راډیو ته وویل چې تر لسو زیاتو ټپيانو حالت ښه نه وو او پېښور ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې پولیس وايي چې نن په پېښور 'قضایي کمپاونډ' کې د يو کس په ډزو کې یو تن وژل شوی او ۳ تنه ټپیان دي.

پولسو نن ازادي راډيو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې بریدګر نيول شوی او پلټنې ترې روانې دي.